ټرمپ په بايډن توندې نیوکې کړي

ډونالډ ټرمپ په يوې غونډې کې په اوسني ولسمشر بايډن توندې نېوکې کړي دي.

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد په اریزونا ایالت کې د خپلو پلویانو یوې پراخې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا پر اوسني ولسمشر جوبایډن توندې نیوکې کړې دي، نوموړي ويلي چې بايډن د امریکا د اداره کولو وړتیا نه لري.

ټرمپ ټینګار کړی دی چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په ټاکنو کې هم درغلي شوې ده او د دې درغلۍ په ترڅ کې د بایډن په څېر يو نالایقه انسان د امریکا د ادارې واک په لاس کې اخیستی دی.

هغه ویلي چې بایډن نه یوازې دا چې د امریکا په ګټو لپاره د هېڅ مثبت کار وړتیا خو نه لري، بلکې په خبره یې هغه امریکا ټولې نړۍ ته شرمولې ده.

ټرمپ په خپلو پلويانو غږ کړی چې راتلونکو ټاکنو ته دې چمتو اوسي څو سپینه ماڼۍ بېرته خپل پخوانی برم ترلاسه کړي او امریکا د بایډن په څېر نالایقه او خودخواه کسانو له لاسه له شرمېدلو او ټیټېدلو څخه وژغوري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button