يونيسف: د افغانستان روغتيايي سيستم بايد وژغورل شي

ملګري ملتونه وایي د افغانستان روغتيايي سیستم له بد وضعيت سره مخ دی او دا د نړۍ والو په مرستو ژغورل کېدای شي.

يونيسف يا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مشر محمد اګ ایویا وایي چې په افغانستان کې يې روغتیایي مرکزونه او همدارنګه خلکو ته روان خدمات له نږدې څخه لیدلي دي.

د هغه په خبره لا هم نړۍ والې ټولنې ته ددې وخت شته دی، چې دغه مهمه برخه له بشپړ پرځېدو څخه وژغوري او د افغانانو روغتیايي سکټور سره مرسته وکړي، څو په پښو ودريږي.

نوموړي ويلي چې په ټول افغانستان کې روغتیایي کارکوونکي خلکو ته په صادقانه توګه خدمات وړاندې کوي، خو تر څنګ یې وايي دوی له سخت وضعیت او ستونزو سره مخ دي.

هغه پر نړۍ واله ټولنه غږ کړی دی چې د افغانستان له روغتیایي سیستم سره مرستې چټکې او ډېرې کړي او يوازې د دوی همکاري کولای شي دغه سکټور وژغوري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button