يوناما په طالبانو غږ کړی

یوناما په طالب حکومت غږ کړی چې د افغانانو حقونو ته دې درناوی وکړي.

يوناما يا د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ په طالبانو غږ کړی چې د افغانانو حقونو ته دې درناوي وکړي او د نیول شویو خبریالانو په هکله دې افغان ولس ته توضیحات ورکړي.

یوناما وروسته له هغې دا څرګندونې کوي چې په کابل کې د اریانا نیوز شخصي ټلوېزیون دوه خبریالان اسلم حجاب او وارث حسرت طالبانو نیولي دي.

یوناما دغه راز ویلي، چې په افغانستان کې د بیان او رسنیو ازادۍ په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي.

طالب حکومت بيا تراوسه پورې د‌ يوناما تازه څرګندونو ته په ځواب کې څه نه دي ويلي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button