هند پر پاکستان توغندی توغولی

د رسنیو د راپورونو په حواله، ‏د هندوستان د دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله د دوئ یو توغندی د پاکستان لوري ته توغول شوی دی.

د دې وزارت چارواکي زیاتوي چې دغه توغندی دوئ قصدآ نه دی توغولی او د ځینو تخنکي ستونزو له امله توغول شوی دی.

د پاکستان حکومتي چارواکي وایي، چې د هندوستان له لوري پر پاکستان توغول شوی توغندی د پاکستان لپاره د ځمکنۍ بشپړتیا او فضايي حریم نقض دی.

د پاکستان حکومت همداراز زیاتوي، چې دوئ په دې اړه غور کوي، که د هند له لوري توغول شوی توغندی تېروتنه نه وي ژر به یې ځواب ورکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button