هند: د غنمو دويمه جوپه افغانستان ته پر لاره ده

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان ته یې د غنمو مرستې دویمه جوپه استولې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ارېندام باګچي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دوه زره ټنه غنم يې د امرتسر له اتاري بندررڅخه د جلال اباد په لور لېږلي دي او ډېر ژر به ورسېږي.

د ياد وزارت وياند ویلي، دا دوه زره ټنه غنم له افغانانو سره د هند له خوا د ۵۰ زره ټنه غنمو د مرستې یوه برخه ده.

دغه راز د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند باګچي ويلي چې هېواد یې له افغان ولسونو سره يوې ښې او تلپاتې اړيکې ته ژمن دی.

د يادونې ده چې هند د بشردوستانه مرستو په لړ کې تر دې وړاندې هم افغانستان سره د غنمو مرسته کړې، چې لومړۍ يې د روان کال د فبروري مياشتې په ۲۶ مه ننګرهار ولايت استولې وه.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button