نیمروز کې یو سړی د خپلې مېرمنې د وژلو په تور نیول شوی

طالبانو په نیمروز کې یو سړی د خپلې مېرمنې د وژلو په تور نیولی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د نیمروز د امنې قومندانۍ د رسنیو مسولینو د یاد ولایت په زرنج ښار کې د یؤ کس د نیولو خبر ورکړی دی.

د نیمروز د امنې قومندانۍ مسولین وایي، چې یاد کس حبیب الله نومېږي، د سپین کاریز اصلي اوسیدونکی دی او د خپلې مېرمنې د وژلو په تور نیول شوی دی.

هغوئ همداراز ویلي چې نوموړي کس تېره ورځ سهار خپله میرمنه د تمانچې په ډزو وژلې ده، خو یاد کس وایي چې مېرمنه یې د لس کلن زوی لخوا په ډزو وژلې او دی نه پوهېږي چې زوی یې تمانچه له کوم ځای راوړې.

مسؤلین وایي چې اوس مهال حبیب الله او د هغه لس کلن زوی تر تر څېړنو لاندي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button