Trending

نړيوال بانک ۲۸۰ ميليونه ډالر افغانستان ته د بشري مرستې په موخه استوي

د نړیوال بانک بورډ د تېره ورځ ويلي چې د ۲۸۰ ميلیونه ډالر د کنګل شوې شتمنۍ څخه  دوه مرستندویه ادارو ته استوي؛ ترڅو افغانستان څخه د متحده ايالاتو له وتلو وروسته د رامېنځته شوي بحران سره مبارزه کې مرسته وشي.

دوی وايي مخکې له دې چې دغه پيسې د خوړو پروګرام او يونيسف ته واستوي حتمي ده چې ۳۱ هېوادونو له خوا يې تائید وشي.

تر دې وړاندې اوازه وه چې نړیوال بانک به د افغانستان  بيارغونې صندوق څخه چې شاوخوا ۱.۲ میلیارډه ډالر پکې پراته دي، ۵۰۰ میلیونه ډالر يې له بشري ناورین سره د مبارزې لپاره ځانګړې کوي، خو د بورډ په غونډه کې یوازې ۲۸۰ میلیونه ډالرو د تأیید خبره شوې.

د افغانستان ۳۹ ميلیونه خلک له یو خراب اقتصادي وضعيت سره مخ دي. ژمی، د خوراکي توکو کمښت او د بې وزلي هغه څه دي، چې د طالبانو په واکمنېدو سره د ياد هېواد خلک ورسره لاس او ګریوان دي.

افغان کارپوهان وايي امريکا ته په کار ده چې د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادې کړي، ترڅو د افغانانو‌ د اقتصادي ناورين مخه ونیول شي.

 

 

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button