نيويارک ټايمز د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې

امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت او د شتمنۍ د کنګل کېدو له امله پر رامنځ ته شوي بحران خبرې کړې دي. سرچینه وايي امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او اجازه دې نه ورکوي چې دلته رامنځ ته شوی بشري ناورین ورځ تر بلې پراخ شي.

په لیکنه کې راغلي چې په افغانستان کې ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شوي، ژمي د خلکو ژوند سخت کړی دی، افغانان له بېکارۍ او لوږې سره مخ دي نو که امریکا پر خپل دريځ ولاړه وي دلته به يو ستر بشري ناورین لا پراخ شي.

نیویارک ټایمز همداراز ويلي چې د امریکا له اجازې پرته له افغانستان سره هېڅ هېواد اقتصادي او بنسټیزې مرستې نه کوي، نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې خپل دریځ کې بدلون راولي او د ماتې غچ دې په دې ډول کارونو نه اخلي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button