ننګرهار کې ۲۰ تنو خبریالانو ته روزنیز ورکشاپ ترسره شو
د افغان د خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د هېواد د ختیځو ولایتونو د خبریالانو لپاره دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
راپورونه وایي، چې په دغه ورکشاپ کې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو څخه د ښځو په ګډون شل تنه خبریالانو ګډون کړی وو.
په دې روزنیر ورکشاپ کې خبریالانو ته د ځاني خوندیتوب په لارو چارو، سایبري امنیت او پر وخت اطلاعاتو د لاس ته راوړلو په برخه کې روزنیز موارد ور وښودل شول.
د پروګرام برخه والو د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټې څخه د دا ډول روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو له امله مننه وکړه.