ننګرهار کې په اړمنو کورنیو د المان هېواد لخوا مرسته شوي خوراکي توکي ووېشل شول

په ننګرهار کې په ۱۰۰۴ اړمنوکورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
د ننګرهارد ځایي رسنیو د راپورونو په حواله، ‏د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې د دې ولایت د کرنې رياست په هڅو د المان هېواد له لوري او د WHH ادارې په تخنيکي همکارۍ د بټي کوټ ولسوالۍ په ۱۰۰۴ اړمنو کورنيو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

د ننګرهار د انعکاس راډیو ټلویزیون د راپور له مخې د چارواکو ویلي، چې په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته دوو مياشتو لپاره ۱۵۰ کيلو ګرامه اوړه، ۱۰ لیتره غوړي، ۱۰ کيلو ګرامه بوره، ۲۸ کيلو ګرامه لوبيا او دوه کيلو مالګه ورکړل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان سره د بهرنیو بشردوستانه مرستو کچه ورځ تر بلې مخ په لوړېدو ده، خو په هېواد کې د خلکو د لوږې کچه لا هم نه ده ټیټه شوې.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button