م.م: په افغانستان کې بشري وضعيت نازک دی

ملګرو ملتونو يو ځل بيا په افغانستان کې بشري وضعیت نازک ښودلی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍ وال پروګرام ویاندې په تازه څرګندونو کې ویلي چې روان ۲۰۲۲ کال په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

د سرچينې په وينا افغانستان کې د ژمي په راتګ سره د خلکو ستونزې نورې هم ډېرې شوې دي، ځکه چې له یوې خوا د خوړو له کموالي سره مخ دي او له بلې خوا بیا د کورونو د ګرمولو لپاره د سون توکي هم نه لري.

دغه راز د خوړو نړۍ وال پروګرام ويلي چې په افغانستان کې زرګونه تنه بېکاره شوي دي او دغه کار  په خپله د فقر کچه نوره هم لوړه کړې ده.

د يادونې ده چې د خوړو نړۍ وال پروګرام تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او دوی تمه لري چې مرستندویه بنسټونه د افغانانو لاسنيوی وکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button