م.م: افغانان له يو سخت بشري ناورين سره مخ دي

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې بشري ناورين  په چټکۍ سره د پراخېدو په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش اندېښنه ښودلې، چې افغانستان کې بشري ناورین د نړۍ په کچه په چټکۍ سره د  پراخېدو په حال کې دی.

هغه ويلي افغانان له يو سخت بشري ناورين سره مخامخ دي.

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې ملګري ملتونو څه د پاسه ۲۲ میلیونه اړمنو افغانانو سره مرسته وکړي، خو د خپلې اړتیا وړ بوديجې ۹ سلنه یې ترلاسه کړې.

همداراز د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي له نړۍ والو غوښتي دي، چې له ځنډ پرته دې په دې برخه کې د دغه بنسټ ملاتړ وکړي.

دغه راز د ملګرو ملتونو سازمان ويلي، چې کابو پنځه میلیارد ډالر له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره راټولوي.

د مرستندویه بنسټونو د راپور په اساس، افغانستان تر ټولو سخت بشري ناورین سره مخ دی او په دې هېواد کې بې کاري او فقر ورځ تر بلې د زياتېدو په حال کې دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button