ممکن راتلونکې اونۍ په امريکا کې افغان سفارت وتړل شي

يو امريکايي چارواکی وايي افغان سفارت ممکن راتلونکې اونۍ د سختو مالي ستونزو له کبله وتړل شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس خبري اژانس ته ويلي، چې ممکن راتلونکې اونۍ افغان سفارت د سختو مالي ستونزو له کبله وتړل شي او وايي افغان ديپلوماتان يوه مياشت وخت لري، چې په امريکا کې د پاتې کېدو لپاره د ويزو غوښتنه وکړي.

دغه چارواکی زياتوي چې د امريکا بهرنيو چارو وزارت له افغان سفارت سره په همکارۍ په داسې ترتيباتو کار کوي، چې له مخې یې په دغه هېواد کې د ياد سفارت د چارو تر بيا پيلېدو پورې د ديپلوماتيک ماموريت ټول ملکيتونه خوندي پاتې او په سمه توګه وساتل شي.

د معلوماتو پر بنسټ شاوخوا سل افغان ديپلوماتان د امريکا په واشنګټن، لاس انجلس او نيويارک کې ماموريت په غاړه لري.

دغه امريکايي چارواکي ويلي دي، چې ځینو افغان ديپلوماتانو دلته په امريکا کې د پاتې کېدو غوښتنه نه ده کړې او وايي يوه مياشت وخت لري، چې د پاتې کېدو لپاره خپل غوښتنليکونه د امريکا بهرنيو چارو وزارت سره شريک کړي.

د هغه په خبره که افغان ديپلوماتان له امريکا څخه ايستل کېږي، نو دريم هېواد کې به يې ځای پرځای کوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button