ملګرو ملتونو پر دوو طالب چارواکو بنديز لګولی

ملګرو ملتونو د  طالب سرپرست حکومت پر دوو  چارواکو د سفر بندیز لګولی.

فرانسپرس خبري اژانس د لویدیځو دیپلوماتانو له قوله خبر ورکوي، چې د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو کمیټې د طالب سرپرست حکومت پر دوو مهمو چارواکو د سفر بندیز لګولی دی.

د طالب سرپرست حکومت د لوړو او مسلکي زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت مرستیال سیداحمد شهیدخېل هغه دوه طالب چارواکي دي، چې ملګرو ملتونو پرې د سفر بندیز لګولی دی.

خو په ورته وخت کې ملګرو ملتونو په  ۱۳ نورو طالب چارواکو د سفر د معافیت پروسه له دوه میاشتو نیولې تر دریو نورو میاشتو غځولې ده.

هممهاله ملګرو ملتونو ویلي، که چېرې د کمیټې غړي يې اعتراض ونه کړي؛ نو د دې مودې له پای ته رسېدو وروسته به دا معافیت بیا هم تمدید شي.

Back to top button