مریم امرخېل:د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي

د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي

د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي.
سره له دې چې هېواد کې ولږه او فقر ورځ تر بلې زیاتیږي خو موږ باید خپل اصلي او اساسي هدف چې زموږ د نسل تعلیم دی هېر نه کړو په ځانکړې توګه د نجونو تعلیم
زموږ د نسل برخلیک او ښه راتلونکی تعلیم دی او د تعلیم پرته ناشونې ده چې موږ دې د نړۍ سره سیال شو.
موږ باید د جهالت لمن ورټوله کړو او په خپلو سیمو کې هر یو له ځانه پیل کړو، باید د مشرانو سره ناستې وکړئ د ماجت د ملا، ملک نه شروع تر عام و خاص ټول درسره مل کړئ چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو لپاره هڅې وکړي که چیرته غږ پورته نه کړئ او خپل حق ونه غواړئ نو هېڅوک به ستاسې غږ وانه وري چې تاسې څه غواړئ
ما د کېږدۍ ګرځنده لړۍ ونه دروله، په ټولو بااحسایه ملګرو مې غږ وکړ، ژمنو ملګرو لاس راکړ او دادی نن هم د کېږدۍ ښځینه او نارینه زده کوونکي خپل درسونه لولي که هر څو مشکلات راته جوړ شول خو موږ بیا هم نه په شا کېږو او خپل غږ پورته کوو
که دا کار مې نه وای کړی او غلې پاتې وای نو هېچا به ماته دکېږدۍ ګرځنده ښوونځیو د فعالیدو نه وای ویلي ما غږ پورته کړ د مرستو راټولولو لړۍ مې پیل کړه. انشاالله له برکته یې ۹ تنه کارکوونکو ته کلنی معاش او د کور خرڅ برابریږي او ۴۸۰ تنو ماشومان به د رڼایی په لار درومي.
تعلیم د هرې نجلۍ حق دی چې هېڅوک یې له دې انساني او شرعي حق څخه نشي محرومولی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button