لوګر کې ۶۷ ښوونکو د ظرفيت لوړونې روزنه تر لاسه کړه

په لوګر کې ۶۷ ښوونکو د ظرفيت لوړونې روزنه تر لاسه کړه

د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې ۶۷ نارينه او ښځينه ښوونکي د وړتيا لوړونې له لنډ مهاله روزنيز ورکشاپ څخه فارغ شول.

د ښوونکو د وړتيا لوړونې ياد څوارلس ورځنی ورکشاپ د پوهنې رياست په هڅو د (ودان) موسسې په مالي مرسته جوړ شوی و.

په روزل شويو ښوونکو کې ۴۸ نارينه او ۱۹ ښځينه دي، چې ټول د چټکو زده کړو او سيمه ييزو ټولګيو نوي ګومارل شوي ښوونکي دي.

د يادې روزنې موخه ، د ښوونکو د وړتياوو او دغه راز د چټکو زده کړو او په سيمه ييزو ټولګيو کې د تدريس کيفيت لوړول دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم په لوګر ولایت کې ۲۰۰ښوونکو ته د یونیسف او آی ار سي موسسو لخوا د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه جوړ شوي و.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button