لوګر کې ۲۰۰ ښوونکو د وړتياوو لوړولو روزنه تر لاسه کړه

لوګر کې ۲۰۰ ښوونکو د وړتياوو لوړولو روزنه تر لاسه کړه

د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د لوګر ولايت د نجونو او هلکانو د ځينو ښوونځيو ۲۰۰ نارينه او ښځينه ښوونکي د وړتيا لوړونې په
برخه کې وروزل شول.

دا لس ورځنۍ روزنه د آى؛ آر؛ سي مٶسسې له خوا ور کړل شوې ده؛ چې مٶخه يې د ښوونکو د وړتياوو او هم په ښوونځيو کې د درسي کيفيت لوړول دي

د لوګر د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مولوي عبيدالله هشام له مرسته کوونکو مٶسسو څخه د نورو ښووونکو روزنيزو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه کړې ده.

ياد ښوونکي د تدريس د نویو لارو چارو په برخه کې په مسلکي ډول روزل شوي؛ چې په دې روزنې سره د هغوئ ظرفيتونه لوړ او هم يې د تدريس په برخه کې شته ستونزې هوارې شوې.

ویل کېږي په دې روزل شویو ښونکو کې سل تنه نارینه او سل تنه ښځینه ښوونکې شامله دي.

دا په داسې حال کې ده چې په لوګر کې تر دې مخکې هم د سيمه ييزو او چټکو زده کړو 335 ښوونکي ورته روزل  شوي او 65 نور ښوونکي د روزلو په حال کې دي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button