لوګر کې یؤ سړي له لفظي شخړې وروسته خپله مور وژلې ده
د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر امنیتي چارواکي وایي، چې د دې ولایت د خروار ولسوالۍ په پنچ پای سیمه کې یؤ سړي له خپلې مور او مېرمنې سره تر لفظي شړخړې وروسته خپله مور په لرګیو وهلې او وژلې یې ده.
د لوګر د امنیې قومندانۍ ویاند احمد الله انس رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د تېرې جمعې په ورځ شاوخوا ۱۱.۳۰بجې د کورنۍ ستونزې له امله رامنځته شوې ده.
انس زیاتوي چې قاتل د طالبانو ځواکونو له لوري نیول شوی دی او د څېړنو لپاره به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.