لوګر کې ۵ د لیک لوست کورسونه پیل شول

د لوګر په خروار ولسوالۍ کې د لیک لوست زده کړې ۵ کورسونه پرانیستل شول.

د طالبانو سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست د رسنیو مسؤلین وایي، چې د دې ولایت په خروار ولسوالۍ کې له زده کړو بې برخې ماشومانو ته د لیک لوست زده کړې ۵ کورسونه پرانیستل شول.

هغوئ وایي، چې یاد کورسونه د پوهنې ریاست د لیک لوست زده کړې آمریت په هڅو جوړ شوي، چې تر راتلونکو نهو میاشتو پورې به دوام وکړي، د دې کورسونو په پرانیستلو سره د ۵ کلیو له زده کړو ۳۵۰ بې برخې نجونو او هلکانو ته د زده کړو کولو زمینه برابره شوه.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب وایي، چې د دې کورسونو ښوونکو او زده کوونکو ته ټول درسي کتابونه او درسي توکي هم د لیک لوست زده کړې آمریت له خوا ورکړل شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست د لیک لوست زده کړې آمر مولوي سردار احمد آخند زاده وایي، چې یاد کورسونه يې د پوهنې ریاست مقام د لارښوونې او قومي مشرانو د غوښتنې له مخې جوړ کړي دي.

خراور د لوګر له مرکز څخه یوه لرې پرته ولسوالۍ ده چې اکثره وګړي یې له زده کړو او روغتیایي خدماتو محروم دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button