لوګر کې د ۴۸ ښوونځیو ۱۵۰ ښوونکو ته روزنیز سیمینار پیل شو

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د محمدآغې ولسوالۍ د ۴۸ ښوونځیو ۱۵۰ ښوونکو ته د وړتیا لوړونې لس ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو.

هغوئ وایي، چې دا سیمینار د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې تکنالوژۍ مدیریت د ښوونکو د وړتیاوو لوړولو په موخه د محمدآغې د هلکانو په لېسه کې جوړ شوی دی، چې ښوونکو ته به، د کیمیا، بیولوژي، فزیک، ساینس او ریاضي مضمونونو د تدریس او تجربو اړوند روزنه ورکړل شي.

د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین همدارنګه وایي، چې سږ کال تر اوسه ۸۵۵ نارینه او ښځینه ښوونکي روزل شوي او ۱۵۰ نور به هم وروزل شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button