لوګر کې د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په مرکز پل علم ښار کې د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو پروژه پرانیستل شوه، چې په کې د لوګر د ښاري اوبو رسولو عمومي رئيس انجنير نعمت الله احمدي، د لوګر د اوبو رسولو مسوولینو، علماوو، مخورو او د رسنیو مسوولینو ګډون کړی و.

دغه پروژه چې د دغه رياست له خوا د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت پلې شوې، څه باندې ٣٥٠ کورنۍ ترې ګټه اخیستلی شي.

د لوګر مرستيال والي مولوي انعام‌الله صلاح‌الدين په دې پرانیست غونډه کې وويل، چې د وطن د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره جهاد رنګ واخیست او لله‌الحمد اشغال پای ته ورسیده؛ اوس د دې وخت رارسېدلی چې د پرمختګ او آبادۍ لپاره جهاد پيل شي.

مرستیال والي زیاته کړه؛ اوس د ټول ملت د پرمختګ او آبادي لپاره د اسلامي امارت تر څنګ ودرېږي او ونډه د واخلي.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په لوګر کې دا لومړۍ پروژه ده چې د دریو میاشتو په ترس کې بشپړه شوه

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button