لوګر کې د پخواني حکومت د سولې عالي شورا د رئیس د سلاکار پر کور راکیټي برید شوی دی

تېره شپه د لوګر ولایت په کلنګار کې د پخواني حکومت د سولې عالي شورا د رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د سلاکار سید فرهاد اکبري پر کور راکیټي برید شوی دی، خو مالي او ځاني زیان یې نه دی اړولی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د امنیې قومندانۍ ویاند احمدالله انس د لوګر ځایي رسنیو ته د پېښې په تایید سره ویلي دي، چې طالبان د پېښې ځای ته رسیدلي او د بریدکونکو د نیولو لپاره څېړنې روانې دي.

بل خوا سید فرهاد اکبري په لوګر کې باران ګروپ ته ویلي، چې له هیچا سره شخصي دوښمني نه لري خو ځینې کسان غواړي چې په دا ډول بریدونو د طالبانو حکومت بدنام کړي.

هغه زیاتوي، باید د عمومي عفوې له فرمان څخه سرغړونه ونه شي، طالبان باید د هغو کسانو امنیت وساتي چې په افغانستان کې پاتې دي تر څو بهر میشتي افغانان تشویق شي او بیرته هېواد ته راستانه شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button