لوګر کې د لیک لوست زده کړې ۲ کورسونه پرانیستل شول

د طالبانو د سرپرت حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په دوو کلیو کې د لیک لوست زده کړې ۲ کورسونه پرانیستل شول.

هغوئ وایي، چې یاد کورسونه د پوهنې ریاست په لارښوونه، د لیک لوست زده کړې آمریت په هڅو د غلدرې او سرخ آباد په سیمو کې جوړ شوي چې ۹ میاشتې به دوام وکړي.

هغوئ همداراز زیاتوي چې د دې کورسونو په پرانیستلو سره د یادو سيمو ۶۰ لوړ عمر لرونکو کسانو ته، چې ۳۰ یې میرمنې دي د لیک لوست زده کړې زمینه برابره شوه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د لوګر د مرکز پل علم تر څنګ د خروار او برکي برک په ولسوالیو کې ۷ نور د لومړنیو زده کړو کورسونه پرانیستل شوي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button