لوګر کې د حامد کرزي لېسه د پادخواب شانې د شهیدانو لېسې په نوم ونومول شوه
په لوګر کې د حامد کرزي لېسه د پادخواب شانې د شهیدانو لېسې په نوم ونومول شوه. د لوګر د پوهنې ریاست د رسنیو مسؤلین وایي، چې د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوند د حامد کرزي د هلکانو لېسه د پادخواب شانې کلي د شهیدانو لېسې په نوم و نومول شوه.
د دې ریاست ویاند شاپور عرب زیاتوي، چې د یادې لېسې لپاره نوی اېښودل شوی نوم د پادخواب شانې په کلي کې د مېشتو شهیدانو کورنیو او یو شمېر اوسېدونکو په غوښتنه د پوهنې ریاست په وړاندیز د ولایت مقام په تائید او د پوهنې وزارت تر منظورۍ وروسته په یاد نوم ټاکل شوی دی.
په لوګر کې د هلکانو دغه لېسه په ۱۳۱۶ لمریز کال کې تاسیس شوی چې له لومړي تر دولسم ټولګي پورې شاوخوا ۱۴۲۱ زده کوونکي لري.