Trending

فرانسه په دې هڅه کې ده چې کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون تازه ویلي چې له یو شمېر اروپایي هېوادونو سره په دې کار کوي، چې په افغانستان کې خپلې ډیپلوماټیکي اړيکې بېرته پیل کړي.

نوموړي نن په يوې ناسته کې خبریالانو ته ویلي چې له دې کار څخه یې موخه دا ده څو وکولای شي د اروپایي هېوادونو یو شمېر سفیران بېرته کابل ته لاړ واستوي او هلته د افغانانو سره د مرستې لپاره لا ډېرې هلې ځلې وکړي.

رویټرز اژانس د مکرون له قوله ویلي چې ژر به دا چاره ممکنه شي، خو په ورته وخت يې په دې هم ټینګار کړی چې طالبان به په رسمیت ونه پېژني.

تر دې وړاندې طالب حکومت ویلي و چې جاپان هم ورته په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستلو خبره کړې ده.

د طالبانو حکومت کابو درې مياشتې وشوې، چې واک ته رسېدلی؛ خو تراوسه پورې د نړۍ کوم هېواد له لوري هم په رسميت نه دی پېژندل شوی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button