غلو د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو پروډیوسر وژلی

د پاکستان پولیس وايي، چې په کراچۍ ښار کې پر موټرسایکل سپرو غلو د ټلویزيون یو پروډيوسر په ډزو وژلی دی.

پولیس وايي، چې یاد کس د غلا د مخنيوي په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پاکستاني پولیسو یؤ افسر نصیر آفتاب رسنیو ته په خبرو کې ويلي، چې اطهر متین چې د سما (SAMAA) نیوز چینل سره يې دنده تر سره کوله وروسته له هغې چې خپل ماشومان يې ښوونځي ته ورسول او بیرته کور ته روان ؤ، دوه کسان يې ولیدل چې له يوه لاروي څخه کوم شئ په زوره اخلي.

اسوشتید پریس لیکلي، چې اطهر متین د دې صحنې په لیدلو پر خپل موټر د دوو کسانو د موټرسیکل مخه بندوي، خو هغوئ پرې ډزې کړي دي او هغه يې وژلی دی، او
موټرسایکل سپاره غله له سيمې تښتیدلي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزیر شیخ رشید احمد د متین وژل غندلي، د اطهر متین کورنۍ ته يې تسلیت ویلی دی او له پولیسو یې غوښتي چې د متین قاتلین دې ژر تر ژره ونیسي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button