غزل
غزل
بیا د نیمې شپې چرګان وهي بانګونه
زما سترګې ویښې سره په کې رنګونه
مایې مینې ته ځواب ویلی نه دی
راته شوي به وي ډېر د خدای زنګونه
د ښکلا شېبې دې څومره رانه پټې
ژونده څومره دې رنګونه نیرنګونه
د ولاړو ونو خوب دې تښتولی
چې خپل خوب ته جوړوې ترې پالنګونه
د انسان ښکلې جامه انسانِیت دی
نه چلتار دی نه لونګۍ او نه لنګونه
ازانګه د خپل آواز یې په کې لوېږې
د پردو پر لاره تګ دی ګړنګونه
چې تقلید لا یې راماتې شي بلبلې
جوړوه دې نوي نوي آهنګونه
شاعري دې درمانګره شه کاروانه
چې لفظونه دې توږي د زړه منګونه
پیرمحمد کاروان