طالبان: کندز کې يوه مېرمنه له دوه ميله تفنګچو او مهماتو سره نیول شوې
د رسنیو د راپورونو په حواله، کندز کې یوه مېرمنه له دوه میله تفنګچو او نورو مهماتو سره نیول شوې ده.
د طالبانو د سرپرست حکومت دکندز امنیې قوماندانۍ مسؤلین وايي، چې طالب امنیتي ځواکونو تېره ورځ یوه مېرمنه نیولې چې غوښتل یې د کندز ښار په داخل کې دومیله تفنګچې، اووه دانې برچې، د مختلفو وسلو مرمۍ، یو امریکایي دوربین، لس ټوکه کابل بانک کارتونه او ورته نور وسایل له ځان سره په پټه ولېږدوي.
د کندز امنیې قومندانۍ د نیول شوې مېرمنې د نوم او ځای په اړه څه نه دي ویلي.
هغوئ وایي، چې یادې مېرمنې په خپل جرم اعتراف کړی دی او د لا زیاتو څېړنو لپاره یې عدلي او قضایي ارګاننونو سپارلې ده.