طالبان: په کنړ کې د وژل شوي ځوان قاتل نیول شوی دی

د طالبانو د سرپرست حکومت د رسنیو مسؤلین وایي، چې په کنړ کې د وژل شوي کنړي ځوان قاتل نیول شوی او محکمې ته سپارل شوی دی.

هغوئ وایي چې د کنړ امنیه قومندان د وژل شوي ځوان کورنۍ سره لیدلي، او نغدي مرسته یې ورسره کړې ده.

طالبان همداراز وایي چې محکمه به د وژل شوي ځوان په قاتل باندې شرعي فیصله وکړي او د مقتول کورنۍ اختیار لري چې قاتل بښي او که د محکمې لخوا سزا پرې عملي کوي.

دوه ورځې وړاندې طالبانو په کنړ کې یو ځوان د خپل ورور په واده کې د موسیقي د غږولو له امله په ډزو وواژه.

د طالبانو دغه کړنه په هېواد دننه او بهر په ټولنیزو رسنیو کې له توندو غبرګونونو سره مخ شوه.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د کندهار ځایي رسنیو د طالبانو له لوري د تلاشي پر مهال د یوې مېرمنې د وژلو خبر ورکړی و.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button