طالبان وایي چې د وري میاشتې په ۱۶ به د پاسپورټ د وېش لړۍ بیا پیل شي

طالبان وایي چې د وري میاشتې په ۱۶ به د پاسپورټ د وېش لړۍ بیا پیل شي.

‏د طالبانو د سرپرست حکومت د پاسپورټ عمومي رياست مسؤبین وايي، چې د وري میاشتې په ۱۶نېټه به په ټول هېواد کې په عادي ډول د پاسپورټونو د وېش لړۍ له سره پیل شي.

د ياد رياست د مسؤلينو په وینا، هېوادوال کولای شي د پاسپورټ تر لاسه کولو لپاره انلاین فورمې ډکې کړي.

وروسته له هغه چې د طالبانو د سرپرست حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست رئیس علم ګل حقاني له دندې ګوښه شو لومړی په کابل کې او څو ورځې وروسته د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش لړۍ وځنډول شوه، خو نن د طالبانو د حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روانې میاشتې په ۱۶نېټه به دا لړۍ بیا پیل شي.

واک ته د طالبانو د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته په ټولو ولایتونو کې ګڼ شمېر هېوادوال هڅه کوي چې د پرځېدلي جمهوري نظام پاسپورټ تر لاسه کړي.

یو شمېر هېوادوال بیا وایي، چې طالبانو ورته د پاسپورټ په ورکړه کې خنډونه رامنځته کړي او په میاشتو میاشتو د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره سرګردانه ګرځي.

طالب چارواکي وایي، چې د پاسپورټونو په وېش کې د دوئ له لوري خنډونه نشته خو د خلکو بیروبار خلکو ته د پاسپورټ په ترلاسه کولو کې ستونزې رامنځته کوي.

Back to top button