طالبان وایي د افغانستان ټول نفوس ۳۴.۳ میلیونه دی

د طالبانو د سرپرست حکومت د احصایې ملي ادارې مسؤلینو وایي، چې د افغانستان ټول نفوس ۳۴.۳ میلیونه دی چې ۱۷.۵ میلیونه (۵۱٪) یې نارینه تشکیلوي، ۱۶.۸ میلیون (۴۹٪) یې ښځې دي.

هغوئ زیاتوي، چې په دې کې ۲۴.۲ میلیونه یې (۷۰.۶٪) خلک یې کلیوال او ۸.۶ میلیونه (۲۵٪) ښاري او ۱.۵ میلیون 4.4%) نور یې کوچیان دي.

یادې ادارې دا هم ویلي، چې د ۱۴۰۱ ل .هـ کال د نفوسو اټکل ښيي، چې د نفوسو ۴۵،۵ سلنه له ۱۵ کلونو ل. عمر لري، ۴۹،۷ سلنه یې کاري عمرونه او ۲.۷ سلنه یې له ۶۴ کلونو ډېر عمر لري.

Back to top button