طالبان: هېڅ عوایداتي اداره بې اجازې د عوایدو د مصرف حق نه لري

د طالبانو د سرپرست حکومت د وزیرانو شورا په یوه ناسته کې تازه پرېکړه کړې چې هېڅ اداره د راټولو شویو عوایدو د مصرفولو صلاحیت نه لري.

د کابینې دغه ناسته چې د ملا محمد حسن اخوند د دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوه، پکې پر یو شمېر اړینو موضوعاتو بحثونه وشول.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کابینې په دې ناسته کې پرېکړه شوې ده، چې هېڅ عایداتي اداره په خپل سر د خپلو عایداتو د د مصرفولو اختیار نه لري.
او زیاتوي چې ټول عواید به د دې هېواد د بانکونو له لارې د حکومت خزانې ته راځي.
همدا رنګه په دې ناسته کې د شهداوو او معلولینو وزارت مسؤلینو ته دنده سپارل شوې، چې یوه ځانګړې طرحه جوړه کړي ترڅو له مخې یې د پخواني حکومت د معلولینو لپاره د ځانګړو مالي مرستو پلان جوړ شي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button