طالبان: مسلکي ځوانان دې له هېواده نه وځي

د طالبانو د سرپرست حکومت لوړپوړي چارواکي وايي، چې افغانان او په ځانګړې توګه مسلکي ځوانان دې له هېواد څخه بهرنیو هېوادونو ته نه وځي.

‏د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر نن له امریکا سره د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک د دوه کلنۍ په نمانځغونډه کې په خلکو او په تېره بيا په مسلکي کسانو او ځوانانو غږ وکړ چې له هېواد څخه دې نه وځي.

هغه وويل چې اوس پوهنتونونه پرانيستل شوي او زده کوونکي بايد زده کړې وکړي.

‏نوموړي همداراز د نړۍ پر ملتونو او هېوادونو غږ وکړ چې د جګړو پر ځای د غوره پایلو لپاره د دوئ په څېر د خبرو او سولې لاره خپله کړي.

طالبان په داسې مهال له ځوانانو غواړي چې بهرنیو هېوادنو ته له تلو څخه ډډه وکړي چې د هېواد ګڼ شمېر وړ او مسلکي ځوانان د بې کارۍ او بېوزلۍ له امله له ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو ورځې وړاندې له هېواد څخه د افغانانو د تخلیه پروسه ځنډولې ده، طالبان د تخلیه د پروسې د ځنډولو لامل د بهرنیو هېوادنو په کمپونو کې د میشتو افغانانو شتون بولي.

هغوئ وایي چې هغه افغانان چې د تخلیه په پروسه کې له افغانستان څخه ویستل شوي دي د بهرنیو هېوادنو په کمپونو کې له ستونزو سره مخ دي او تر څو یې چې برخلیک معلوم نه شي اجازه نه ورکوي چې نور افغانان له هېواد څخه ووځي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button