طالبان: د مس عینک پروژې کار بېرته پيل شو

طالبان وایي چې په لوګر ولایت کې يې د مس عینک پروژې چارې بېرته له سره پيل کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د مس عینک پروژې قرارداد چې له تېر حکومت سره شوی و پر بنسټ به یې تر شپږ اعشاریه اته میلیارد متر مکعب مس چین ته ولېږدول شي.

مجاهد زیاتوي چې طالب حکومت غواړي له چین سره د شوي قرارداد کارونه پای ته ورسوي. نوموړي دغه راز له پانګه‌والو غوښتي دي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په ورته وخت کې د کانونو او پټرولیم  سرپرست وزير شهاب الدین دلاور ویلي چې په افغانستان کې کافي اندازه طبیعي زېرمې شته او په خبره یې که چېرته ترې معقوله ګټه واخیستل شي په هېواد کې به د فقر کچه صفر ته راټیټه شي.

د طالبانو واک ته رسېدو سره، د افغانستان اقتصادي وضعيت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.

بيکاري، د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ټيټېدل، د خوړو او سون توکو قيمتونو لوړېدل هغه ستونزې دي چې د افغانستان ملت ورسره لاس او ګريوان دی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button