طالبان: اسناد لرونکي افغانان کولای شي چې له هېواده ووځي او راشي

د طالبانو د سرپرست حکومت وياند ذبیح الله مجاهد وایي، چې هغه افغانان کولای شي چې له هېواد څخه بهرنيو هېوادونو ته ولاړ شي چې قانوني اسناد ولري.

مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ‏بهر ته د افغانانو د تللو په تړاو زما د خبرو مطلب دا وو چې اسناد نه لرونکي، غیر اصولي او په قاچاقي توګه بهر ته د افغانانو تلل د دوئ لپاره خطرناک دي او تلل یې منع دي.

هغه هېوادوال چې قانوني اسناد یا دعوت نامې ورسره وي له هېواده دباندې سفرونه کولای شي او هم په په ډاډه زړه هېواد ته راستنیدلی شي.

طالبانو په ټینګار سره له بهر مېشتو افغانانو غوښتي چې خپل هېواد ته راستانه شي، په هېواد کې ډاډه ژوند او کار وکړي.
یو شمېر هېواد مېشتي مسلکي ځوانان بیا په هېواد کې له بې روزګاري سر ټکوي او په دې هڅه کې دي چې بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button