طالبانو په لغمان کې ۱۱ نظامي رینجر موټر نیولي دي
د طالبانو د سرپرست حکومت دفاع وزارت مسؤلین وایي، چې لغمان ولایت کې یې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال ۱۱ نظامي رینجر موټرونه نیولي دي.
هغوئ زیاتوي، د طالبانو ځواکونو د لغمان ولايت مرکز اړوند مهترلام کې د دوو ورځو راهيسې چاڼيز عمليات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې ۱۱ حکومتي موټر، ۱۰ ميله بېلابېلې وسلې، ۲ نارنجک انداز، ۱ دوربین او نور نظامي تجهیزات ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره ورځ د پنجیشر په ولایت کې هم د توغندیو او یو شمېر نظامي تجهیزاتو د نیولو خبر ورکړی دی.
په دې وروستیو کې طالب حکومت په کابل او ځینو ولایتونو کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي چې تر اوسه یې د ګڼ شمېر حکومتي موټرو، وسلو، شریرو عناصرو، غلو او اختطافګرو د نیولو خبرونه خپاره کړي دي.