سبا د ۲۰۲۲میلادي کال دفبرورۍ دمیاشتې لومړۍ نېټه د چینایانو نوی کال دی چې دپسرلي جشن یې هم بولي

سبا د ۲۰۲۲میلادي کال دفبرورۍ دمیاشتې لومړۍ نېټه د چینایانو نوی کال دی چې دپسرلي جشن یې هم بولي. دغه جشن پنځلس ورځې دوام کوي. چینایان په دې ورځې خواړه نه پخوي ځکه د دوئ په اند په دې ورځ د(اور) او (چاکو) کارول دوئ ته بدمرغي راوړي نو ځکه دوئ د خپل نوي کال یوه ورځ دمخه خپل خواړه پخوي. همداراز چینایي بودایان په دې ورځ غوښه هم نه خوري.
په دې ورځ دوئ خوشالۍ کوي او یو دبل کورونوته ځي او یوبل ته مبارکۍ وایي،
باید وویل شي چې دچینایانو نوی کال نه یوازې دا چې په چین کې لمانځل کیږي، بلکې په هانکانګ، تایوان، برونای، شمالي او جنوبي کوریا، مغولستان، نیپال، بوتان، ویتنام، سینگاپور، اندونیزیا( اندونیشیا ) مالیزیا ( ملیشیا ) فیلیپین اوټایلینډ کې هم لمانځل کیږي.
چینایان پر خپل هرکال باندې د یو حیوان یا مرغه نوم ږدي خو سږنی کال 2022 یې دپړانګ کال په نامه نومولی دی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button