رباب

چې ویشتلی دې په کوم غشي رباب دی
نه هغه غشی د ستا ، نه دې رکاب دی

چې سندرې وایو ، موږه ګناه کار یو
ستا د ذهد تریخی ولې په عذاب دی؟

چې خندا په غشو ولئ ژړا وېشئ
د قران په کومه پاڼه کې دا باب دی؟

د دې کلي ګلان ژوند نه مخکې یوسي
را روان پرې له هر لوري نه سېلاب دی

دې وطن کې د دین دوه خبرې دود دي:
یوه ږیره ده او بل لور ته حجاب دی

نور ، هم واک، هم بېواکۍ کې ګټه وکړي
یو پښتون غریب په دواړو کې خراب دی

په کابل کې به نو کله سوله راشي ؟
چې لاهور کې شي اور بل دا یې ځواب دی

چې ایمان دې له سندرو نه ډارېږي
ستا په زړه کې ولې دومره اضطراب دی؟

د کتاب د اهلې بیتو واکمنۍ کې
لګېدلی چې بندیز دی پر کتاب دی

دا ساده ملا به څوک پر دغه پوه کړي ؟
چې دښمن دې هم کولاب دی هم پنجاب دی

هم کاڼه دي ، هم ړانده دي ، هم بې ژبې
چې مې چاته د همدې کلام خطاب دی

پر مرۍ مې تېروي د چړې څوکه !
رابللی مې په لاس، کور ته قصاب دی

نه حیا او نه غیرت لري ، نه توره
چم ګاونډ کې مې رقیب داسې بې اب دی

هر مجلس کې د قیامت خبرې اورم
نه پوهېږم چې قیامت که بل حساب دی ؟

د خیرات کچکول پر غاړه پسې ګرځم
چا ویل د ښکلو نذر کې ثواب دی

دلته هر سړی لري پنځه مخونه
د اوبو په څېر به ښکاري ، خو سراب دی

یون چې سپینې سپینې وايي سر به وخوري
خبر نه دی چې لا اوس هم انقلاب دی

محمداسماعیل یون

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button