د Manchineel په نامه ونې دومره زهري دي چې مېوه يې وخورئ وبه مو وژني

د Manchineel په نامه ونې دومره زهري دي ،چې مېوه يې وخورئ وبه مو وژني، حتی که په باران کې تر دې ونې لاندې ودرېدئ نو پوستکی به مو داسې سرې تڼاکې شي چې بيا به یې درملنه اسانه نه وي، او که مو ددې ونې وچ شوي لرګيو ته اور ورته کړ ، هغه تودوخه او دود چې ترې راپورته کېږي د انسان د ړندېدلو لامل کېږي، ددې ونې شيره چې ډېره زهري ده د Phorbo په نامه يادېږي چې که د موټر سره مو ولګېده هماغه ګړۍ به یې رنګ داسې پاک ختم کړي لکه په سابون دې مينځلی وي .
ميوه یې د beach apple په نامه يادېږي.
دا ونې په مرکزي امريکا،فلوريډا باهاماس او کارابين سيمو (ويسټ انډيز ) ټاپو ګانو کې پيدا کېږي.
د کارابين بومي خلکو به د خپلو دښمنانو د شکنجې او ځورولو په خاطر دوی په دې ونه پورې تړل ، چې سوکه،سوکه به د مرګ تر کومي رسول.
که څه هم ددې ونو نسل د منقرض کېدو پرخوا روان دی، خو بيا به هم په پخوا کې ځينې سيلانيان او نور کسان په ناخبري کې دې ونو ته ورنږدې کېدل چې مشکل به یې ورته پېښاوه، خو اوس یې ورنه شاوخوا کټارۍ تاو کړې وي او د خبرتيا لوحې يې په خوا کې نصب شوې چې څوک ورنږدې نشي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button