د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی سید باقر محسني له قلعه فتح الله څخه نادرکه شوی

د رسنيو د راپورونو په حواله، ‏د سیاسي چارو شنونکی او د کابل پوهنتون استاد، سید باقر محسني خپلوان وایي، چې محسني دوه ورځې وړاندې د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

د کابل پوهنتون د دغه استاد د کورنۍ یو غړی چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې یاد شي وایي، چې د تېرې جمعې په ورځ محسني ته زنګ راغی او ورته وویل شول چې د CNN نړیـوالې رسنۍ، سټیډیو ته د مرکې په موخه میلمه یې.

د رسنيو د معلوماتو له مخې استاد باقر محسني له دوو تره زامنو سره یو ځای د مازدیګر ۵ بجې د کابل ښار د قلعه فتح الله له شپږم سړک، د بي بي مهرو سیمې خوا ته حرکت وکړ.

خو تر لږ ځنډ وروسته استاد محسني سره له دوو تره زامنو نادرکه شوي دي. طالب چارواکو تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button