د کابل ـ جلال آباد لویه لاره بیرته خلاصه شوه
د کابل ـ جلال آباد لویه لاره بیرته خلاصه شوه
د کابل – جلال آباد لویه لاره بیرته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.
د ټولګټو وزارت مسولین وایي، چې دغه لویه لاره تیره شپه د وریښمین تنګي په سیمه کې د غره ښویېدلو له کبله د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ بنده شوې وه؛
خو نن د ټولګټو وزارت له لوري پاکه او د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه، د ټولګټو وزارت مسولینو پر دغې لاره تلونکو هیوادوالو ته په یوه اعلامیه کې په ډاډه زړه د تګ راتګ خبر ورکړی دی.