د ښوونځيو په تړاو د ملګرو ملتونو تازه څرګندونې

ملګرو ملتونو د نجونو ښوونځيو په هکله د طالب سرپرست حکومت وروستۍ پرېکړه غندلې ده.

په کابل کې د‌ ملګرو ملتونو مرستندويه څانګې يا يوناما دفتر په يوې تازه اعلامیه کې راغلي، چې دوی د طالب سرپرست حکومت وروستۍ پرېکړې اندېښمن کړي او په کلکه يې غندي.

دغه دفتر وايي چې په افغانستان کې هر وګړی د زده کړې حق لري او ټينګار کوي، چې طالب سرپرست حکومت ته په کار چې د خلکو حقونو ته درناوی وکړي.

له دې سره جوخت د بخښنې نړۍ وال بنسټ هم د نجونو ښوونځیو په تړاو د طالبانو وروستۍ پرېکړه غندلې، چې له مخې یې له شپږم ټولګي پورته نجونې نه شي کولای تر امر ثاني پورې ښوونځيو ته لاړې شي.

په کور دننه بيا طالب موقت حکومت وايي، چې دوی تر امر ثاني پورې نه شي کولای، د ثانوي دورې نجونې ښوونځیو ته پرېږدي او وايي چې هڅه کوي د اسلامي یونیفورم تر تائيد وروسته افغان نجونې ښوونځيو ته پرېږدي.

طالب سرپرست حکومت اوس مهال يوازې له لومړي تر شپږم ټولګي نجونو ته اجازه ورکړې، چې ښوونځيو ته لاړې شي او هلکان بيا له لومړي تر دولسم ټولګي پورې خپلو ښوونځيو ته د‌ زده کړو په موخه روان دي.

Back to top button