د پير محمد کاروان نوی شعر

وچ لفظونه په نغمو باندې لامده دي

سره ګلونه په وږمو باندې لامده دي

یو موسم دی چې مو زړونه هم د یو بل

په خوږو خوږو لېمو باندې لامده دي

پر تبجن تندي مې ږده ساړه لاسونه

چې د خدای په کرشمو باندې لامده دي

د خوبانو د نرۍ ژبې سرونه

بس لګیا دي په پلمو باندې لامده دي

د زړګیو دا پولۍ پولۍ ورغوي

په خولو د سرو غرمو باندې لامده دي

دا متنونه ماتوي تنده د تږو

په اوښلنو کلمو باندې لامده دي

سرودونه د کاروان، د غره په سر کې

د ځنګل په زمزمو باندې لامده دي

شاعر: پير محمد کاروان

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button