د پير محمد کاروان تازه شعر
زما مینه له نرګسو سره هسې
ته وا ویښ نه یې په خوب کې جنت کسې
په بایللو کې یې سل نرګسه کیف وو
چې دعوه راباندې کړې وه نرګسې
تر نرګسو تر شبنم نازک انسان دی
خدایه ساته یې له دېو پیري له غسې *
که وي لار پر ګړنګونو درپسې یم
مینې مینې چې له خوږ ګوتې مې نسې
نرګسي راګونه کولپ د سریندو دي
پر مرۍ باندې یې ناستې دي خپسې
یو غزل به نرګسي په ګډه وایو
له یونان که چېرته راغلې بیلي تسې *
شاعر خیال به مې الهام داسې هم راوړي
په کې تاو به وي مچکه د نورسې
د نرګس نغمه دې نه غږوي هغه
د چا ژبې چې بې مالګې دي او پړسې *
شاعري هم د نرګس ګل دی کاروانه
چې ساتې به یې له مچ او له غومبسې
*غسه، یوه افسانوي وړوکې بلا ده،
*بیلې تس تر میلاد د مخه یوه یونانۍ شاعره وه، وايي چې ډېره ښکلې وه. د لېونۍ مینې باغیانه شاعري ترې پاتې ده.
*پړسه: بې مالګې بې خونده
یادونه: د ادب ګران خدمتګار ځوان شاعر لقمان بشرمل د لپې مجلې لپاره د نرګس په باره کې څو کرښې غوښتې وې. بېګا مې چې دا کرښې ورته لیکلې، په سر کې یې : زما مینه له نرګسو سره هسې ، مسره راغله. کله مې چې د نرګسو کرښې ولیکلې، ماخستن و، چې سر مې ولګاوه، همدې پاس مسرې پرېنښودم همدا غزله یې په ځان پسې جوړه کړه.