د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار معید یوسف د اترا له غړو سره لیدنه کړې

په دې لیدنه کې د اترا رهبرۍ او له پاکستان څخه کابل ته د ملي امنیت شورا د سلاکار معید یوسف په مشرۍ راغلو پلاوو ترمنځ په دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د اترا مسؤلین وایي، چې په دې لیدنه کې د مخابراتو وزارت او اترا سرپرست مولوي نجیب الله حقاني، د بورډ غړو او د دې ادارې د بېلابېلو څانګو رئیسانو د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار معید یوسف او ورسره مل پلاوي سره د مخابراتو او ټکنالوژۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړي دي.

د مخابراتو وزارت او د اترا ادارې سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حقاني وایي، چې له پاکستاني پلاوي سره یې د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان په پرتله له پاکستان څخه د انټرنېټ په لوړه بیه اخیستلو، له پاکستان سره د مرین او دارک نوري فایبر کیبل د نښلونې او پرمختیا، د اقتصادي زیان څخه د مخنیوي په پار د دواړو هېوادونو ترمنځ په صفري نقطه کې د فریکونسیو اذیت او تداخل څخه د مخنیوي، له منځنۍ آسیا، سیمې او نړۍ سره د ترانزیت لپاره د افغانستان له خاورې د ګټه اخیستنې او په افغانستان کې د عصري مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ (آی ټي ) آسانتیاوو رامنځته کولو او د مخابراتو او انټرنېټ په برخه کې یې ددغه هیواد اړتیاوې او ځینې نورې ستونزې شریکې کړي دي.
.
د دې ادارې مسؤلین وایي، چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د مخابراتو وزارت او اترا ادارې ستونزې وا وارېدې او له افغانستان سره یې په مختلفو برخو کې د همکاریو ژمنه وکړه.

د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار له څو ورځو را په دې خوا له مل پلاوي سره کابل ته راغلی او له مختلفو ادارو څخه یې لیدنه کړې ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button