د ولسمشر غني ځانګړی استازی کابل ته راغلی

د سولې په چارو کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار عبدالسلام رحیمي کابل ته راغلی دی.

د راپورونو په اساس رحیمي په کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر او د طالب حکومت له لوړپوړو چارواکو سره ليدنه کړې.

سلام رحیمي په دې لیدنه کې ویلي چې غواړي د افغانستان د سولې او تلپاتي ثبات په راتګ کې همکاري وکړي او موخه یې هم دا ده چې وکولای شي د هېواد په پراختیا او د امنیت په ټینګښت کې خپلې هڅې وکړي.

سلام رحیمي ویلي چې افغانستان به له دغه ناورين څخه تېر شي او ددې ناورین کنټرول زغم او حوصلې ته اړتيا لري.

نوموړی زياتوي تمه لري چې لا ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته راشي او دلته د پرمختګ او سولې په برخه کې اړين ګامونه پورته کړي.

ددې سفر په هکله نور ډېر جزییات نه دي خپاره شوي، خو د جمهوريت په دوران کې سلام رحیمي د ولسمشر محمد اشرف غني له نږدې او باوري کسانو څخه وو او د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی هم ټاکل شوی و.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button