د هیپټايټس بي واکسين له ۹۰ سلنه څخه زيات موثر دی
هر هغه چا چې د هیپټايټس بي ناروغي تېره کړې وي او يا اوس ورباندې اخته وي هغوئ ته د هیپټايټس بي واکسين ګټه نه رسوي.
د هیپټايټس بي واکسين د هغو کسانو لپاره دی چې تر اوسه په نوموړې ناروغۍ نه وي اخته شوي.
که په کور کې د هیپټايټس بي ناروغ لرئ د کور ټولو غړو ته واکسين و لګوئ.
که له ښځې او خاوند څخه يو ورباندې اخته وي تر هغو بايد جنسي نزدېکت او د اولاد کوښښ ونه کړي ترڅو هغه بل نه وي واکسين شوی. که مو وس وي خپل ټول ماشومان واکسين کړئ.