د هوایي ځواک یو پیلوټ بیرته هېواد ته راستون شو

د هوایي ځواک یو پیلوټ بیرته هېواد ته راستون شو.

د طالبانو د سرپرست حکومت د دفاع وزارت مسؤلین وایي، چې د هوایي ځواک یو پیلوټ چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې هېواد پرېیښی وو او له خپلې کورنۍ سره المان هېواد ته تللی ؤ، هېواد ته د خدمت کولو په موخه بیرته راستون شوی دی.

یاد وزارت له ټولو مسلکي ځوانانو غوښتي چې هېواد ته د خدمت لپاره راستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې پاتې مسلکي ځوانان له بې روزګارۍ سرټکوي.

Back to top button