د مینې پيغمبر
خوږه مور یې سر ته ناسته
ګلابي ماشوم یې غیږ کې
د ښکلا سیند یې لیمو کې
ثوابي ماشوم یې غیږ کې
په لیمو کې الله لولي
کتابي ماشوم یې غیږ کې
نه زیارت ترې پاتې شوې
نه ترې پاتې کوم ملا دی
مخ یې ژیړ لکه د زرو
زړه یې داغ لکه لاله دی
بس سلګې دي او زګیروي دی
یو یې ځوی دی بل الله دی
هر طبیب وایې مورجانې
دا ماشوم ورسو کور ته
څو دانې رزق یې پاتې
زر دی وبې سپارې ګور ته
مور یې سوړ اسویلی وکړ
ماشوم سترګې کړې راپورته
بیا یې تړمې اوښکې توی کړي
(تشه لاسه ته د شمن یې)
مرګ او ژوند د خدای په لاس دی
پرې د پاسه ته د شمن یې
خداې به دا نرګس راښه کړي
ځه وسواسه ته د شمن یې
یوه ورځ په کور کې ناسته
یو ملنګ راغي کوڅې ته
هاغه لرې ونه وینې
هلته کیناسته دمې ته
خیرات راوړي، مسافر ېم
خوله یې جوړه کړه نارې ته
مور مې منډه کړي ډیوډۍ ته
کندو ډک وو له غلې نه
په منګي پروت جام یې ډک کړ
د کور منځ کې له ویالې نه
یوه لمن غنم یې وروړل
کړه ورغږ یې دروازې نه
اوس خو دغه غله واخله
راته وکه دعاګانې
که رنځورځوي مې راښه شي
سږنی فصلونه ښه دی
دغه ټول فصل د تا شوو
ملنګ چوپ شوو سر یې ټیټ کړ
یوه شیبه مراقبه شو
زه یې وینم له بلۍ نه
وجد واخیسته جذبه شو
د جذبې سمندر یوړه
د ښکلا د سیند څپه شو
بیا مسکی شوو لکه شمه
ویل یې دا ماشوم دې څه دی؟
زړه یې ډک د خدای له نوره
دا چې ټول لېمه، لېمه دی
د ښایست سیورۍ پرې شوی
او دې سیورې ته ویده دی
مورې دا ماشوم به ښه شي
که له وسه دې پوره وي
داسې ښکلې راپیدا کړه
چې سپیڅلې سېپاره وي
باک یې نشته دې مورجانې
که مریم، که صفیه وي
خو چې زړه یې داسې پاک وي
لکه پاکه ملغلره
یو دریاب د عاطفې وي
یوه کاواکه ملغلره
چې ترې بله کومه نه وي
ارزښتناکه ملغلره
زر ویالې د رڼوشاتو
زر ځنګلې د ګلابو
په سپرلې زړه کې یې ناڅي
زر غزلې د ګلابو
او پستې وریښمینې ګوتې
وي غندلې د ګلابو
زر نرګسه یې لیمو کې
زر یې زلفو کې ریحان وي
خوږې شونډې یې انګور وي
شوخې سترګې یې مرجان وي
تکه سپینه خامه خوله یې
د اویا غمیو کان وي
لمر یې سترګو نه راخیژي
شپه یې زلفو کې ویده وي
پسرلي پکې زرغون وي
مخ یې مسته ایینه وي
پروا نشته، پروا نشته
که مریم، که صفیه وي
ملغلرې په زرګونو
له بڼو یې اویزاندې
لکه ورک ماشوم له موره
لالهاندې لالهاندې
لکه زرچینې د زرو
رابهاندې ، رابهاندې
دغه اوښکې ملغلرې
به له ځان سره راوخلې
دا سپیڅلې راڼه ستورې
به اسمان سره راوخلې
دغه ټولې به مورجانې
له قران سره راوخلې
ټوله شپه ورته رڼه کړه
او سحرته به یې راوړې
بلاګانې د رپسې دي
د خدای درته به یې راوړې
دې د مینې پیغمبر ته
دې شرر ته به یې راوړې
بس سودا د ژوند په سر ده
دا لمدې اوښکې په څو دي؟
د مودو، مود رنځور یم
ستا تروې اوښکې په څودي؟
تاته وایم، تا ته وایم!
دا ډیوې اوښکې په څو دي؟
شرر صافی