د ملګرو ملتونو تازه خپور شوی پرېکړه ليک

په افغانستان کې د ملګرو د يوناما ماموريت موده د موقت وخت لپاره وغځېده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې له روسیې پرته نورو ټولو غړو هېوادونو په افغانستان کې د يوناما ماموريت ته د موقتي او يو کلنې مودې پاتې کیدو لپاره مثبته رايه ورکړه.

د ملګرو ملتونو د دفتر څخه په يوې خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د يوناما ماموريت ډېر مهم دی.

ياده سرچينه وايي چې د امنيت په شورا کې روسيې د يوازني هېواد په توګه له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ او نورو ټولو غړو يې مثبته رايه ورکړه.

ملګرو ملتونو يو پرېکړه ليک خپور کړی، چې په افغانستان کې د يو ټولګډونه حکومت پر جوړېدو، د مرستو پر رسونې او پر اوږدمهاله ثبات ټينګار شوی دی.

همدرانګه په پرېکړه ليک کې د افغانستان په اوسني بشري ناورين هم اندېښنه ښودل شوې او د له منځه وړلو لپاره يې غوښتنه شوې، چې ملګري ملتونه بايد له دغه هېواد سره خپلې مرستې روانې وساتي.

د طالب سرپرست حکومت تر واک لاندې دا لومړی ځل دی، چې د ملګرو ملتونو د یوې مرستندويه څانګې چارې د موقتي مودې لپاره تمدیدیږي.

دغه راز په خپور شوي پرېکړه لیک کې د ماشومانو، ښځو او لږکيو حقونه اړين بلل شوي او ټينګار شوی، چې سرپرست حکومت بايد ښځو ته يوه پوره مانا لرونکې ونډه ورکړي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی و؛ خو اوس يې تازه يو ځل بيا په دې پرېکړه ليک کې د يو داسې حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې، چې د افغانستان ټول وګړي په کې برخه ولري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button